۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل قبلی

د غزلو کِتاب

اول باب

اول سرود

۱ د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.

محبوبه

۲ بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،

ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.

۳ ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده،

ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده.

نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه

۴ زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه،

تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه.

ښځې

اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه،

د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه.

محبوبه

دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.

۵ زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه،

اے د يروشلم جينکو،

د قيدار د خېمو په شان توره يمه

او د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.

۶ ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه،

زما څرمنه نمر توره کړې ده.

زما وروڼه ما سره وران وونه

او په زبردستۍ سره هغوئ

په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو.

نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو،

او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.

۷ ما ته ووايه، زما جانانه،

تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟

او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې

د دمې دپاره چرته راغونډوې؟

نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه

او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه

محبوب

۸ اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه،

نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه،

او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.

۹ زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه،

لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.

۱۰ ستا اننګى څومره ښائسته دينه،

او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه.

او ستا غړۍ څومره ښائسته ده،

او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.

۱۱ خو مونږ به د سرو زرو والۍ درته

او د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.

محبوبه

۱۲ کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه،

نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.

۱۳ زما جانان د مُر زونډے دېنه،

زما په سينه پروت دېنه

۱۴ زما جانان د عين‌جدى د انګورو په

باغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنه

محبوب

۱۵ زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.

تۀ څومره حسينه ينه،

سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.

محبوبه

۱۶ تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه،

تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه،

شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.

۱۷ د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه،

او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه،

او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.

فصل قبلی