۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل قبلی

غلاتیانو ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱ دا لیک د پولوس رسول له خوا چې هغه نه د انسان له خوا ټاکل شوی او نه د انسان له خوا رالېږل شوی بلکې د عیسی مسیح او پلار خدای له خوا چې عیسی یې له مړو نه راژوندی کړ، رسول ټاکل شوی دی. ۲ ټول ایمانداران چې دلته زما سره دي د غلاتیې ټولو کلیساګانو ته سلامونه وایي. ۳ زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې. ۴ هغه عیسی چې خپل ژوند یې زمونږ د ګناهونو په خاطر قربان کړ، ترڅو د خدای یعنې زمونږ د اسماني پلار د ارادې سره سم مونږ د دې اوسنۍ بدکارې زمانې څخه خلاص کړي. ۵ د خدای جلال دې تل ترتله وي. امین.

یوازې یو زېری دی بل نشته

۶ زه په دې ډېر حیران یم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چې د مسیح په فضل یې رابللي یئ او بل زېری منئ. ۷ حال دا چې بل زېری نشته. خو ځینې خلک شته چې غواړي ستاسو فکرونه ګډوډ او د مسیح زېری بدل کړي. ۸ خو که مونږ یا حتی د اسمان یوه فرښته بې له هغه زېري څخه چې مونږ تاسو ته ووراوه، کوم بل زېری واوروي، نو لعنت دې ورباندې وي. ۹ لکه څنګه چې مخکې مې درته وویل، اوس یې یوځل بیا درته وایم: هرڅوک چې بې له هغه زېري نه چې تاسو قبول کړی دی، د کوم بل زېري وعظ درته وکړي، نو لعنت دې وي ورباندې.

۱۰ ایا زه اوس کوښښ کوم چې انسان راضي وساتم یا خدای؟ که چېرې زما مقصد د خلکو خوشحالول وي، نو د مسیح خدمتګار به نه یم.

د پولوس زېری د مسیح له خوا دی

۱۱ زما خویندو او ورونو! زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې هغه زېری چې ما تاسو ته ووراوه، هغه د انسان له خوا جوړ شوی زېری نه دی. ۱۲ هغه ما د چا له خوا تر‌لاسه کړی نه دی او نه چا راته زده کړی دی، بلکې خپله عیسی مسیح راته ښکاره کړی دی. ۱۳ تاسو به زما د تېر ژوند په هکله چې کله ما د یهودي دین څخه پیروي کوله، اورېدلې وي چې څنګه په بې‌رحمۍ سره به مې د خدای کلیسا ځوروله او کوښښ به مې کاوه چې هغه له منځه یوسم. ۱۴ زه په یهودیت کې د خپل قوم د خپلو ډېرو همزولو نه مخکې وم او د خپلو نیکونو په روایتونو باندې ټینګ ولاړ وم. ۱۵ خو د خدای رضا په دې کې وه چې زه یې د زېږېدلو نه مخکې د مور په ګېډه کې غوره کړم او د خپل فضل په وسیله یې راوبللم، ۱۶ چې خپل زوی ماته راښکاره کړي، ترڅو غیریهودیانو ته د هغه په هکله زېری ورسوم. په دې کار کې ما د هېڅ انسان سره مشوره نه ده کړې ۱۷ او نه اورشلیم ته لاړم، ترڅو د هغو خلکو سره ووینم چې زما نه مخکې رسولان وو، بلکې عربستان ته لاړم او وروسته بېرته دمشق ته راستون شوم.

۱۸ درې کاله وروسته اورشلیم ته لاړم، ترڅو د پطروس سره وپېژنم او پنځلس ورځې د هغه سره پاتې شوم. ۱۹ خو ما پرته د عیسی مسیح د ورور یعقوب نه نور رسولان ونه لیدل. ۲۰ زه چې تاسو ته څه لیکم هغه رښتیا دي. خدای پوهیږي چې زه دروغ نه وایم. ۲۱ وروسته بیا د سوریې او قیلیقیې سیمو ته لاړم. ۲۲ په یهودیې کې د مسیح د کلیساګانو غړو زه نه پېژندلم. ۲۳ هغوی یوازې اورېدلي وو چې خلکو به ویل: «هغه چا چې مونږ به یې ځورولو، اوس د هماغه ایمان په هکله وعظ کوي چې یو وخت یې د هغه د له منځه وړلو کوښښ کاوه.» ۲۴ او هغوی زما په خاطر د خدای ثنا وویله.

فصل قبلی