۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل قبلی

قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

لومړی فصل

۱ دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا د خدای کلیسا ته چې د قرنتوس په ښار کې ده او په ټول جنوبي یونان کې د خدای ټولو خلکو ته. ۲ زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

د ډاډ ګېرنې په خاطر د خدای څخه د پولوس شکرګزاري

۳ ثنا او صفت دې وي خدای ته یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح پلار ته چې مهربانه پلار او د تسلۍ سرچینه ده. ۴ هغه مونږ ته په ټولو ستونزو کې تسلي راکوي، ترڅو مونږ وکولای شو هغو خلکو ته تسلي او ارامي ورکړو چې د ستونزو سره مخ دي، نو مونږ هم هغوی ته هغه تسلي ورکړو چې خدای مونږ ته راکړې ده. ۵ لکه څنګه چې مونږ د مسیح سره په ډېرو کړاوونو کې شریک یو، نو د مسیح په وسیله د هغه په ډېرو ارامیو کې هم شریک یو. ۶ که چېرې مونږ د ستونزو سره مخامخ کېږو، نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون په خاطر دي او که مونږ تسلي مومو نو دا ستاسو دپاره ده، ترڅو تاسو هم په صبر او حوصلې سره هغه کړاوونه وزغمئ چې مونږ یې زغمو. ۷ مونږ چې ستاسو نه کومه هیله لرو هغه ټینګه ده، ځکه چې مونږ پوهیږو لکه څنګه چې زمونږ سره په کړاوونو کې شریک یئ، نو په ارامۍ کې به هم زمونږ سره شریک اوسئ.

۸ ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو چې تاسو د هغو ستونزو څخه چې مونږ ورسره د اسیا په ولایت کې مخامخ شولو، بې‌خبره پاتې شئ. کوم بار چې زمونږ په اوږو باندې کېښودل شو، هغه دومره دروند ؤ چې زمونږ د توان نه پورته ؤ او حتی مونږ د خپل ژوند څخه نا‌امیده شوي وو. ۹ په رښتیا سره مونږ دا احساس کاوه چې په مونږ باندې د مرګ حکم شوی دی. خو دا په دې خاطر ؤ ترڅو مونږ په خپل ځان باندې نه بلکې په خدای باندې چې مړي راژوندي کوي، تکیه وکړو. ۱۰ هغه مونږ د وژونکي خطر نه خلاص کړو او مونږ به ژغوري. مونږ د هغه څخه هیله لرو چې بیا به مونږ ژغوري. ۱۱ تاسو هم په خپلو دعاګانو سره زمونږ سره مرسته کوئ، ترڅو ډېر خلک د هغه فضل په خاطر چې د خلکو د دعاګانو له امله خدای مونږ ته راکړی دی، د هغه شکر وکړي.

د پولوس د نقشې بدلېدل

۱۲ مونږ په دې ویاړ کوو او زمونږ وجدان هم د دې شاهد دی چې مونږ د دې نړۍ د خلکو او په ځانګړې توګه ستاسو سره د خدای د صداقت او اخلاص له مخې چلند کړی دی. خو دا کار مونږ د خدای د فضل په وسیله کړی دی، نه د انساني حکمت په وسیله. ۱۳‏-۱۴ ځکه هغه څه چې تاسو ته یې لیکو، په هغه کې داسې څه نشته چې تاسو یې لوستلی نه شئ او یا پرې نه پوهېږئ، بلکې یوازې هغه څه دي چې تاسو یې لولئ او ورباندې پوهېږئ. مونږ په دې هیله یو لکه څنګه چې مونږ تر یو حده پېژنئ، په دې شیانو باندې به په پوره توګه پوه شئ. نو کله چې زمونږ څښتن عیسی بېرته راشي، لکه څنګه چې مونږ په تاسو باندې ویاړ کوو، تاسو به هم په مونږ باندې ویاړ کوئ.

۱۵ ځکه چې زه په دې باندې ښه ډاډه وم، نو ما وغوښتل چې د ټولو نه مخکې ستاسو سره ملاقات وکړم، ترڅو تاسو دوه چنده برکتونه ومومئ. ۱۶ ما غوښتل چې مقدونیې ته د تګ په وخت کې په لاره کې او د هغه ځای نه د بېرته راتللو په وخت کې ستاسو سره ووینم او ستاسو په مرسته یهودیې ته لاړ شم. ۱۷ نو کله چې ما د سفر نیت وکړ، ایا په دې کې زړه نازړه وم؟ ایا زما نقشې د دې نړۍ د خلکو په شان دي چې په همدې یو وخت کې کله «هو» وایم او کله «نه» وایم؟ ۱۸ لکه څنګه چې د خدای خبرې رښتیا دي، نو تاسو ته زمونږ خبرې هم په یو وخت کې کله «هو» دي یا کله «نه.» ۱۹ ځکه چې د خدای زوی عیسی مسیح چې د هغه په هکله ما او سیلاس او تیموتاوس تاسو ته وعظ وکړ، هېڅکله دوه زړی نه ؤ، بلکې د هغه هو تل «هو» وه. ۲۰ ځکه چې د خدای ټولې وعدې په مسیح کې «هو» دي. له همدې امله مونږ د هغه په وسیله د خدای د جلال دپاره هغه ته امین وایو. ۲۱ نو دا خدای دی چې مونږ او تاسو ته دا توان راکوي چې د مسیح سره په یووالي کې ټینګ ودرېږو. هغه مونږ مسح یعنې غوره کړي یو، ۲۲ هغه خپل د ملکیت مهر په مونږ باندې لګولی دی او خپل روح یې زمونږ په زړونو کې اچولی دی، ترڅو د هغو شیانو ضامن وي چې زمونږ سره یې وعده کړې ده.

۲۳ خدای شاهد دی چې ما په دې خاطر قرنتوس ته د بیا راتللو څخه ډډه وکړه چې تاسو په زحمت نه شئ. ۲۴ زمونږ مقصد دا نه دی چې مونږ لکه د یو مشر او امر په توګه تاسو ته ووایو چې تاسو باید په څه شي باندې ایمان ولرئ، بلکې مونږ ستاسو سره په ګډه کار کوو چې تاسو خوشحاله اوسئ، ځکه مونږ پوهیږو چې تاسو په ایمان کې ټینګ یئ.

فصل قبلی