۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل قبلی

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

لومړی فصل

۱ دا لیک د پولوس له خوا دی چې د خدای د ارادې له مخې ورته بلنه ورکړل شوه چې د عیسی مسیح رسول وي او همدارنګه زمونږ د ورور سوستینیس له خوا نه ۲ د خدای کلیسا ته چې په قرنتوس کې ده، یعنې هغو خلکو ته چې د عیسی مسیح په نوم سپېڅلي شوي دي او د خدای له خوا ورته بلنه ورکړل شوې ده چې د هغه سپېڅلي خلک اوسي او هغو ټولو ته چې په هرځای کې د عیسی مسیح نوم چې د هغوی او زمونږ څښتن دی، یادوي. ۳ زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

شکرګزاري

۴ زه تل د هغه فضل په خاطر چې خدای د عیسی مسیح په وسیله په تاسو باندې وکړ، شکر وباسم. ۵ ځکه چې د مسیح په وسیله خدای تاسو په هر لحاظ او په هر ډول خبرو‌اترو او پوهه کې شتمن کړي یئ. ۶ له دې امله د مسیح په هکله زمونږ شاهدي په تاسو کې ثابته شوه. ۷ په داسې حال کې چې تاسو زمونږ د څښتن عیسی مسیح بېرته راتللو ته سترګې په لاره یئ، نو تاسو سره د روحاني نعمتونو هېڅ کمی نشته. ۸ خدای به تاسې تر اخره پورې ټینګ وساتي، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتللو په ورځ بې‌عیبه اوسئ. ۹ خدای په خپله وعده وفادار دی، هغه تاسو رابللي یئ چې د هغه د زوی یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح سره شراکت ولرئ.

په کلیسا کې باید بې‌اتفاقي نه وي

۱۰ ای خویندو او ورونو! زمونږ د څښتن عیسی مسیح په نوم ستاسو نه غوښتنه کوم څه چې وایئ په هغو کې سره جوړ راشئ او ستاسو په منځ کې دې بې‌اتفاقي نه وي، بلکې په یو فکر او یو مقصد یو د بله سره یووالی ولرئ. ۱۱ ځکه چې ای خویندو او ورونو! د خلویي خور د کورنۍ ځینو خلکو ماته خبر راکړ چې ستاسو په منځ کې شخړې روانې دي. ۱۲ زما مقصد دا دی چې ستاسو څخه یو وایي: «زه د پولوس پیروي کوم» او بل وایي: «زه د اپولوس پیروي کوم» او بل وایي: «زه د پطروس پیروي کوم» او بل وایي: «زه د مسیح پیروي کوم.» ۱۳ ایا مسیح په ډلو باندې ووېشل شو؟ ایا پولوس ستاسو دپاره په صلیب باندې ځوړند کړای شو؟ ایا تاسو د پولوس په نوم د تعمید غسل اخیستی دی؟

۱۴ زه د خدای شکر کوم چې پرته له کرسپوس او ګایوس نه ما په تاسو کې بل چاته د تعمید غسل نه دی ورکړی. ۱۵ نو بیا هېڅوک نه شي کولای ووایي چې تاسو زما د شاګردانو په توګه د تعمید غسل اخیستی دی. ۱۶ هو، ما د استیفان کورنۍ ته هم د تعمید غسل ورکړی دی، خو نور زما په یاد نه دي چې بل چاته به مې د تعمید غسل ورکړی وي. ۱۷ ځکه چې مسیح زه د دې دپاره نه یم رالېږلی چې د تعمید غسل ورکړم، بلکې د دې دپاره یې رالېږلی یم چې زېری ورسوم او دا نه چې زه په انساني حکمت سره خبرې وکړم، هسې نه چې د مسیح د صلیب قدرت بې‌اثره شي.

مسیح د خدای قدرت او حکمت دی

۱۸ د صلیب پیغام د هغو خلکو دپاره چې تباه کېدونکي دي، بې‌معنی دی. خو زمونږ دپاره چې خلاصون مومو، دا د خدای قدرت دی. ۱۹ ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

زه به د حکیمانو حکمت له منځه یوسم او د هوښیارانو پوهه به باطله کړم.

۲۰ نو هغه حکیم چېرته دی؟ هغه عالم چېرته دی؟ یا د دې نړۍ تکړه بحث کوونکی چېرته دی؟ ایا خدای نه دي ویلي چې د دې نړۍ حکمت بې‌معنی دی؟

۲۱ ځکه چې خدای د خپل حکمت له مخې دا پرېکړه کړې ده چې د نړۍ خلک ونه شي کولای چې په خپل حکمت سره هغه وپېژني، بلکې د هغه خوښه وه چې یوازې هغو خلکو ته خلاصون ورکړي چې په هغه بې‌معنی پیغام باندې ایمان لري چې مونږ یې وعظ کوو. ۲۲ ځکه چې یهودیان معجزې غواړي او یونانیان د حکمت په لټه کې دي. ۲۳ خو کله چې مونږ د صلیب شوي مسیح په هکله وعظ کوو، یهودیان خفه کیږي او د غیریهودیانو دپاره بې‌معنی دی. ۲۴ خو کوم کسان چې خدای ورته بلنه ورکړې ده، که هغه یهودیان دي یا یونانیان، د دواړو دپاره مسیح د خدای قدرت او د خدای حکمت دی. ۲۵ ځکه هغه څه چې د خدای په هکله کم‌عقلي ګڼل کیږي، هغه د انسان د حکمت نه ډېر اوچت دی او هغه څه چې خلک یې د خدای کمزوري ګڼي، هغه د انسان د قدرت نه ډېر زورور دی.

۲۶ ای خویندو او ورونو! په یاد ولرئ، مخکې له دې چې خدای تاسو ته بلنه درکړي تاسو څه ډول خلک وئ. د دې نړۍ د معیارونو له مخې په تاسو کې ډېر خلک نه ډېر هوښیار وو، نه زورور او نه د کوم لوړ مقام خاوندان وو. ۲۷ خو خدای هغه شیان غوره کړل چې د دنیا خلک یې بې‌معنی ګڼي، ترڅو هوښیاران وشرموي او هغه شیان یې غوره کړل چې د دنیا خلک یې کمزوري ګڼي، ترڅو زورور خلک وشرموي. ۲۸ خدای هغه شیان غوره کړل چې د نړۍ خلک یې کمزوري، سپک او حتی هغه په هېڅ حسابوي، ترڅو هغه شیان باطل کړي چې د انسان په فکر مهم دي. ۲۹ ترڅو هېڅ انسان د خدای په حضور کې په خپل ځان ویاړ ونه کړي. ۳۰ خدای تاسو د مسیح سره یو کړئ. هغه یې زمونږ دپاره حکمت وګرځاوه. د هغه په وسیله مونږ د خدای په وړاندې عادل وګڼل شولو، مونږ یې پاک او سپېڅلي کړو او د ګناه نه یې خلاص کړو. ۳۱ نو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

که څوک وغواړي چې ویاړ وکړي، نو په څښتن باندې دې ویاړ وکړي.

فصل قبلی