0:00 / 0:00
Previous chapter

د څېړونکي کتاب

لومړی فصل

د کتاب سریزه

۱ دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ.

هرڅه لوګی او پوکی دی

۲ دا څېړونکی وایي:

«لوګی او پوکی!

لوګی او پوکی!

نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»

۳ انسان چې د اسمان لاندې زیار او زحمت وباسي

نو بیا ګټه یې څه ده؟

۴ نسلونه به ځي او نور نسلونه به د هغوی په ځای راځي

خو ځمکه به تر ډېره وخته پاتې وي

۵ لمر راخېژي او بېرته پرېوځي

او بېرته د یو اتل په شان ستومانه هغه ځای ته ځي

چې بیا له هغه ځایه راوخېژي

۶ باد د جنوب خواته لګیږي

بیا تاویږي، د شمال په لور ځي

او همداسې تاویږي راتاویږي

بیا بېرته په خپله لاره راسمیږي

۷ ټول سیندونه د بحیرې په لور بهیږي

خو بحیره هېڅکله نه ډکیږي

له هغه ځایه چې د سیند اوبه بهیږي

بیا بېرته همدا اوبه هلته روانیږي

۸ ټول شیان دي ستومانه او بې‌خونده

چې بیان یې له وسه دی بهر

نه سترګې مړې شوې له کتلو

نه غوږونه دي ډک شوي له اورېدلو

۹ هرڅه چې اوس موجود دي

لا به موجود وي

او څه چې وو پېښ شوي په پخوانیو زمانو کې

بیا به تکرار شي

نو هېڅ کوم نوی شی به نه وي د اسمان لاندې

۱۰ داسې څه به وي چې څوک وویلی شي:

«وګوره، دا شی نوی نه دی؟»

خو هغه هم له پخوا نه موجود ؤ

کلونه مخکې له مونږ نه

۱۱ تېر نسلونه د هېچا په یاد نه دي

او حتی هغه راتلونکي نسلونه چې لا نه دي پیدا شوي

هغوی به هم همداسې هېر شي

له هغو خلکو نه چې راځي هغوی نه وروسته

د څېړونکي پلټنه

د ژوند د هلو ځلو په اړه څېړنې

۱۲ زه څېړونکی په اورشلیم کې د اسراییلو پاچا وم. ۱۳ ما پرېکړه وکړه چې په ټوله نړۍ کې چې هرڅه تر‌سره کیږي ولټوم او هغه په حکمت سره وڅېړم. نو بیا پوه شوم چې خدای د سختو کارونو او تکلیفونو دروند بار د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي. ۱۴ ما دا هرڅه چې د اسمان لاندې تر‌سره کیږي، لیدلي دي. نو وګوره چې دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.

۱۵ کوږ شی هېڅکله نه شي سمېدلی

او ناموجود شی نه شي شمارېدلی

۱۶ له ځان سره مې وویل: «وګوره، زه دومره پوه او هوښیار سړی شوی یم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېڅوک داسې هوښیار نه ؤ تېر شوی.» ۱۷ نو پرېکړه مې وکړه چې حکمت وپېژنم او تر‌څنګ یې جهالت او حماقت هم وپېژنم، خو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې دا کار هم په باد پسې منډې وهل دي.

۱۸ څومره چې د چا حکمت لوړیږي

نو هغومره یې کړاوونه هم ډېریږي

او هغه څوک چې خپله پوهه لوړوي

نو خپل دردونه ډېروي

Previous chapter